نظم الحسین: که پاکستان آی سي سي ته شکایت کوي، موږ یې پروا نه لرو

ولید خپلواک

د پاکستان کرکټ بورډ وایي که بنګله دیش د راتګ څخه انکار وکړي، نو پرېکړه به آی سي سي ته وړاندې کړي. د پاکستان او بنګله دیش کرکټ بورډونو ترمنځ لاهم په خپلومنځو کې کش ما کش روان دی. بنګله دیش کرکټ بورډ او لوبغاړي نه غواړي چې پاکستان ته اوږد سفر وکړي.

 خو بل پلو پاکستان کرکټ بورډ یو ځل بیا اعلان وکړ، که بنګله دیش لوبډله انکار وکړي، نو دوی به خپله پرېکړه د کرکټ نړیوالې شورا ته وړاندې کړي. نظام الدین د یکشنبې په ورځ په شیر بنگله ملي لوبغالي کې خبریالانو ته وویل:

 ((کوم تورونه چې په مونږ لګول شوی چې مونږ پاکستان ته پټ یا شحصي د لوبو وړاندیز کړی، دا غلطه خبره ده، زه له داسې کوم وړاندیز څخه خبر نه یم، مونږ اوس هم خپل کرکټ بورډ ته درناوی لرو او د هغوۍ د اجازته مونږ کومه کړنه نه ترسره کوو.))

 د بنګله دیش کرکټ بورډ ( نظم الحسین) څه موده مخکي خبردارې ورکړی و چې هیڅ کوم لوبغاړي باندې فشار نه راولي چې پاکستان ته د لوبو کولو لپاره لاړ شي .

 هغه په خپل ورستۍ کنفرانس کې خبریالانو ته وویل که پاکستان د کرکټ نړیوالې شورا ته شکایت وکړي، مونږ یې کومه پروا نه لرو؛ ځکه مونږ ته خپل هيواد او کرکټ لوبغاړي ډېر زیات مهم دي. پریکړه زموږ ده. موږ باید خپله پریکړه وکړو چې ایا موږ غواړو پاکستان ته لاړ شو او که نه. موږ باید د خپلو لوبغاړو او روزنې کارمندانو په اړه فکر وکړو. نو موږ د نورو شیانو په اړه اندیښمن نه یو. موږ ونه ویل چې نه ځو. مګر څنګه چې دا په کلونو کې پاکستان ته لومړی سفر دی نو یو ډول وېره شته.

 نظم الحسین د خپل کرکټ لوبډلې او په بنګله دیش کې د ټولو مذهبونو پوره درناوی کوم، نو ځنې ګوندونه او نو عام ولس د لوبو کولو لپاره هیڅ چمتو نه دی .