مارکس سټونیس اووه زره او پنځه سوه ډالره جریمه شو

ولید خپلواک

 د استراليا کرکټ ملي لوبډلې تکړه الراونډر د خپلو خویونو له امله چې د لوبې پرمهال یې کوي .

نوموړی د استراليا په بیګ باش لیګ کې د مېلبورین سټارز لوبډلې اوپنر توپ وهونکی دی.

 مارکس د مېلبورين رینګايډز لوبډلې پر وړاندې د دوه درجې سرغړونې پورته تورن ګڼل شوی او پرته له کومې ننګونې یې په خپل دغې تور اعتراف هم کړی دی.

 سټونیس وویل زه په شېبه کې ونیول شوم په کوم وخت کې چې ما تېروتنه کوله هغه زیاتوي زه خپله غلطه کړنه منم او له امپاېرانو بښنه غواړم او کومه جریمه چې په ما ایښودل شوی ورته تیار يم.

 فاسټ بالر (جیمز پيټسن) هم په تیر فصل کې د خپلو خويونو له امله د یو ټیسټ څخه محروم شوی و.

 د آسترالیا د بشپړتیا رییس شان کیرول وویل. “په لوبو کې د دې لپاره هېڅ ځای نشته.

 ځینې غلط عادتونه چې په کرکټ کې د لوبغاړو لپاره جرم حسابیږي، هغه یې خپل شحصی خويونه دي چې د لوبې په جریان کې ترسره کوي .