فیګور سکېټ په اتریش کې کیږي

 اتریش هېواد چې د اروپا په لویه وچه کې موقیعت لري د ژمي په موسم کې یخ وي؛ نو د فیګور سکېټ سیالیو لپاره مناسب وي او لوبغالي یې د سکېټ سیالیو کوربتوب ته چمتو دي.

 فیګور سکېټېنګ سیالۍ په ۱۸۰۸ م کال کې د اولمپیک نړیوال فدراسیون سره په رسمي ډول ثبت شوې او اوس د یو رسمي ورزش په توګه په ټولو غړو هېوادونوکې ترسره کېږي.

 د اترېش هېواد د جنوري له شلمې نېټې تر ۲۶ مې نېټې پورې د اروپا د فیګر سکېټ سیالیو کوربتوب کوي.

 فیګر سکېټېنګ داسې سیالۍ دي، چې په یواځې ځان او هم په ډله ییزه توګه ترسره کېږي.

 دې سیالیو لپاره ځانګړي توکي وي، چې مهمه برخه یې خاص بوټان دي، چې د تلي په برخه کې کلکه اوسپنه او یوه هواره تخته لري؛ لوبغاړي د همدغو بوټانو په مرسته په کنګل چټک حرکتونه کوي او د اتلولۍ لپاره هڅې کوي.