ساډیو ماني د ریال ماډریډ سره د نوموړي د انتقال په غږیدلی، نور هم شته

محمود خان منندوی

د انګلستان رسنیو خبر ورکړی دی، چې زین الدین زیدان شخصاً د ساډیو ماني سره و ریال ماډریډ ته د هغه د انتقال په اړه خبرې کړي دي.

 ریال ته نږدې سرچېنې هم تائید کړه، چې دا کلب اوسمهال د ساډیو ماني د رانیولو شرایط څیړي.

 ساډیو ماني به په ریال ماډریډ کي د ګریټ بیل ځایناستی شي.

رسمي:  ایډین هازارډ د هسپانیا سوپر کپ د ټپي کېدو په خاطر له لاسه ورکړی.

په ایران کي ټولي ورزشي سیالۍ لغوه شوې.

 دا پریکړه تر هغه وروسته د ایران د ورزش وزارت وکړه، چې د امریکا هوایي ځواکونو د ډونالډ ټرمپ په امر د دې هیواد د قدس ځواکونو مشر قاسم سلیماني د عراق په مرکز بغداد کې د هوایي بربد په پایله کې وواژه.

په دې برید سره په ایران کي درې ورځي ملي ماتم اعلان شوی و.

 ایران ویلي د سلیماني غچ اخلو، امریکا پر خپلو اتباعو د احتمالي برید په خاطر عراق کې خپلو اتباعو ته د ژر وتلو خبر ورکړی دی.