ډانیلو، ماکینیوش او ساډیو ماني هغه ټپي لوبغاړي دي چې راتلونکي سیالۍ نه شي لوبولی

محمود خان منندوی

ډانیلو ټپي شو، نو له همدې امله د یوونټوس راتلونکي دوې لوبي د ناپولي او فیورنټینا پر وړاندې نه شي کولی.

په ورته وخت کې بیا د پاریس سېنټ جرمن لوبغاړی مارکینیوش به هم ټپي دی او ټپ ورته لوی خنډ جوړ کړی دی، ماکینیوش باید درې اوونۍ سیالۍ ترسره نه کړي.

دغه راز ساډیو ماني د لیورپول پر وړاندې په  لوبه کي ټپي شو، د نوموړي ټپي کېدا هم د ارام لامل وګرځېدا.

بل لور ته د هسپانیا د حذفي جام د ۱/۸ پړاو پچه اچونه وشوه

 په دې پړاو کې ریال ماډریډ د زاراګوزا پر وړاندې د زاراګوزا په لوبغالي کې او بارسلونا د لیګانیس پر وړاندې په نیو کمپ کي لوبیږي.

 دغه لوبې راتلونکې اوونۍ ترسره کېږي، چې دقیقي نېټې او وختونه به یي وروسته مشخص شي.

او د ریال ماډریډ لوبغاړی جیسوس وایخو، چې دا مهال د انګلستان په ولورهمپټن کلب کي په قرضي توګه لوبید، خپل قرارداد یي لغوه اعلان کړ او په قرضي توګه د فصل تر پایه د ګراناډا سره یو ځای شو.