مکسیکو ایالت کې د فوټبال سیالۍ خونړۍ پایله پرېښوده

محمود خان منندوی

د فوټبال سیالۍ په له امله د امریکا په مکسیکو ایالت کې 16 تنه په محبس کي ووژل شول.

 د مکسیکو د زاکاټکاس ایالت په کرسو محبس کې د بندیانو او د محبس د ساتوونکو ترمنځ په رامنځته شوې جنګ کې 16 تنه ووژل شول. تر دې وروسته معلومه شوه، چي د جنګ اصلي علت د محبس د دوو ډلو د فوټبال د لوبې په جریان کې جنجال وو. دا لوبه د مخدره توکو د دوو ډلو ترمنځ وه.

 د محبس رئیس له رسنېو سره په خپرو کې وویل، چې د بندیانو سره وسلې هم نیول شوې دي او دوی باوري دي، چې دا وسلې د بندیانو سره د ملاقات پر وخت قاچاق شوي دي.

 د مکسیکو په محبسونو کي تر ډېره قاچاقبران او د مخدره توکو کاروباریان بندیان دي.

فوټبال او د  ورزش ګڼ شمېر سیالۍ د افغانستان دننه او بهر ګڼ شمېر لوبغاړي او مینه وال لري.