فضل الله فضلي
د ورزش مینوالو ته د خوښۍ زیری !
د مرکزي محبس رهبري د فوټبال سپورټ مینوالو او علاقمندو بندیانو(قیدیانو) لپاره د یکشنبې ، سه شنبې او پنج شنبې ورځې د دوی د تمریناتو لپاره ځانګړې کړي دي مینوال کولای شي چې په یادو ورځو کې خپل تمرینات په ازاد شکل سره مخ ته یوسي همدارنګه د فوټبال ټیمونه کولای شي خپلې سیالۍ په هغه جمنازیوم کې کوم چې په دغه وروستیو کې د رغونې او جوړونې کار بشپړ شو ، سرته ورسوي.
نن ورځ چې د 1397/10/23 نيټې سره سمون خوري یوه دوستانه سيالۍ د دریم بلاک او شپږم بلاک د فوټبال او والیبال ټیمونو ترمنځ دم مهال په جمنازیوم کې روانه ده