په ختیځ ننګرهار کې د زونونو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پیل شوې

خبریال: سید ادریس ولي زاده

د ۲۰۱۹ کال د غازي امان الله خان د زونونو ترمنځ یو ورځنۍ لوبې نن د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د بندامیر او آمو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د لوبې پچه بند امیر زون لوبډلې وګټله او خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه. د بند آمیر ټوله لوبډله په خپله پاڼۍ کې د درویش رسولي ۵۵ منډو په مرسته په ۱۶۱ منډو وسوځېده، چې آمو لوبډلې ته یې د ۱۶۲ منډو هدف وټاکه.

د آمو په ګټه په توپ اچونه کې سلیم درې، ابراهیم، میرویس اشرف او عبدالله مزاری دوه دوه لوبغاړي د مخالفې لوبډلې وسوځول. آمو لوبډله په ځوابیه پاڼۍ کې د ابراهیم ۳۱ ناسوځېدلو منډو په مرسته د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۳۷،۵ اورونو کې هدف ته ورسیده او د څلورو ویکېټو په شتون سره یې لوبه وګټله.

د بند امیر لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې نجات مصعود، وقار سلامخېل او نوید احمد دوه دوه لوبغاړي وسوځول. د آمو لوبډلې لوبغاړی ابراهیم، چې په توپ اچونه کې دوه لوبغاړي وسوځول او په توپ وهنه کې ۳۱ ناسوځېدلې منډې وکړې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

دا د ابراهیم لپاره په لیسټ ای سیالیو کې لومړۍ لوبه وه، چې ښه کارکردګي یې وکړه.

د یادو سیالیو دویمه لوبه سبا ته د مس عینک او سپین غر لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

په یادو سیالیو کې د پنځو زونونو، سپین غر، مس عینک، بند امیر، آمو او بوست لوبډلې شاملې دي.

د یادو سیالیو پاي لوبه د روانې سپتمبر میاشتې په ۲۳مه نیټه په کابل کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.