د شهید هدایت الله ظهیر په نوم د کرکټ سیالۍ
خبریال: فضل الرحیم رحیمي: د کرکټ دا لس اوریزې لوبې د ننګرهار په (این سي ای) کرکټ اکاډمۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ پیل شوي دي چې د روژې د مبارکې میاشتې تر (۲۵) به دوام وکړي.
یادې لوبې وروسته له هغې پیل شوې چې د بهسود په لوبغالي کې د یوې لوبې په ترڅ کې پر لوبغاړو بمي چاودنې وشوې چې په کې د هدایت الله ظهیر په ګډون اته کسان شهیدان او ۴۵ نور ټپیان شول.
د دې لس اوره کرکټ لوبو مسوول نعمت عالم وایي، له دې لوبو څخه یې هدف د کرکټ مینه والو ته د سالمې تفریح برابرول او د لوبغاړو د ذهنونو بدلول دي څو په عادي ډول خپلو لوبو ته دوام ورکړي.
عالم وویل چې دا لوبې په هارډ بال او هره ورځ یوه لوبه ترسره کیږي چې په پایلوبه کې ګټونکې لوبډلې ته د کپ ترڅنګ نورې جایزې هم په نظر کې نیول شوې دي.
دا لومړی ځل دی چې په ننګرهار کې په هارډبال باندې لس اوریزه کرکټ سیالۍ ترسره کیږي.