له هوش او جوش ډکې، ۲۰۱۸  کال ای پي اېل لوبې

روح الامین نیازی 

بالاخره د سږ کال ای پي اېل لوبې وروسته له شاوخوا څلوېښتو ورځو د چنای سوپرکېنګز لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې، د ۲۰۱۸ کال ای پي اېل لوبې د روان کال د اپرېل میاشت په اوومه نېټه پیل او د مې میاشتې په ۲۷ نېټه پای ته ورسېدې، چې ټولې ۶۰ لوبې د هند په مختلفو ښارونو او لوبغالو کې ترسره شوې.

سږکال د یادو لوبو ارزښت مونږ ته پدې کې و چې، د لومړي ځل لپاره څلور افغان لوبغاړي (محمد نبي، راشد ارمان، مجیب ځدراڼ او ظاهر خان) په یادو لوبو کې پېرل شوي وو، چې ظاهر خان د ژوبلېدلو له امله په یادو لوبو کې ونه لوبېد.

په د ۲۰۱۸ کال ای پي اېل لوبو کې اته لوبډلو (سنرایزرز حیدراباد، ډهلي ډېرډیولز، کېنګز اېلېون پنجاب، چنای سوپر کېنګ، راجستان رایلز، کلکته نایټ رایډرز او ممبیې انډین لوبډلو ګډون کړی وو، چې سنرایزرز حیدراباد، چنای سوپر کېنګ، راجستان رایلز او کلکته نایټ رایډرز لوبډلو دوهم پړاو ته لاره پېدا کړې وه.

روح الامین نیازی

په پایلوبه کې چنای سوپرکېنګز لوبډلې سنرايزرز حيدراباد لوبډلې ته په اتو وېکټو ماتې ورکړه او د دغو سيالیو اتلولي يې وګټله.

پایلوبه کې پچه چنای سوپر کېنګز لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچوونې پرېکړه وکړه، په ځواب کې یې د حیدراباد لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره سيالې لوبډلې ته د ۱۷۹ منډو هدف ورکړ، د چنای سوپر کېنګز لوبډلې توپ اچوونکو لونګي، ټاکور، شرما، براوو او جډېجا د سنرايزر لوبډلې يو يو لوبغاړی وسوځاوه.

په ځواب کې یې د چنای لوبډلې، د شېن واټسن د سلېزې پر مټ ورکړل شوی هدف په ۱۸.۳ اورونو کې پوره او په اتو وېکټو یې د حیدراباد لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د یادولو ده چې چنای سوپر کېنګز لومړۍ اتلولي په ۲۰۱۰ کال کې دويمه په ۲۰۱۱ او درېيمه له دوه کلن بنديز وروسته سږ کال وګټله.

۲۰۱۸ کال ای پي اېل لوبو کې هرې لوبډلې ۱۴ لوبې ترسره کړې چې ۷ لوبې یې په خپل کوربتوب او ۷ نورې لوبې یې بیا له کوربتوب بهر ترسره کړې.

۲۰۱۸ کال ای پي اېل لوبو کې ټولټال (۱۹۹۰۱) منډې جوړې شوې چې یوازې (۱۱۸۴۰) یې له بوڼدریانو (څلورېزو، شپږېزو)څخه لاس ته راغلې دي.

همدارنګه په یادو لوبو کې ټولې (۱۰۱) نیمه سلېزې د مختلفو لوبغاړو له لورې ووهل شوې، ترټولو زیاتې نیمه سلېزې د کېن ویلیمسن له لورې وهل شوې چې اته نیمه سلېزې دي راهول او ډېوېلیرز بیا ۶ـ ۶ نیمه سلېزې وهلي، له بلې خوا یادو لوبو کې بیا ټولې پنځه سلېزې وهل شوي چې دوه چنای د لوبډلې لوبغاړي شېن واټسن له خوا، یوه د ډهلي ډېرډیولز لوبغاړي پنټ، یوه د چنای د لوبډلې لوبغاړي رایډو او یوه بیا د پنجاب لوبډلې لوبغاړي کرېس ګېل له خوا ترسره شوې ده.

په یادو لوبو کې ټولټال (۸۷۲) شپږېزې ووهل شوې، چې لوړه یې (۱۱۱) متره وه چې د ډېویلیرز له خوا وهل شوې ده.

سږ کال ای پي اېل لوبو کې تر ټولو چټک (تېز) توپ (۱۵۲.۳۹) په سرعت ترسره شوی.

سږ کال ای پي اېل لوبو کې (۴۷۵۴) توپونه ډاټ یا پرته له کومې منډې ترسره شوي دي، چې ترټولو زیات ډاټ توپونه د راشد خان له خوا (۱۶۷) ترسره شوي،

همداراز په یادو لوبو کې تر ټولو زیاتې منډې په یوه لوبه کې د ډهلي ډېرډیولز لوبغاړي پنټ له خوا ترسره شوې چې ۱۲۸ منډې وې.

په یادو سوداګریزو لوبو کې په یوه اوور کې چې زیاتې منډې ترلاسه کړي د ډهلي ډېرډیولز لوبډلې لوبغاړي، شریاس ایار ترلاسه کړي چې په یوه اوور کې یې ۲۸ منډې ترلاسه کړي.

په ۲۰۱۸ کال ای پي ایل لوبو کې هیڅ کوم هټرېک او سوپر اور ندی ترسره شوی.

سږ کال په یادو لوبو کې ترټولو چټکه نیمه سلېزه د لوکېش راهول له لورې ترسره شوه چې یوازې په ۱۴ توپونو یې ووهله، له نوموړي وروسته بیا اېشن کېشن او سونېل ناراین په ۱۷/ ۱۷ توپونو نیمه سلېزې وهلي دي.

ترټولو چټکه سلېزه بیا شېن واټسن ترسره کړي، چې په ۵۱ توپونو وه، له واتسن وروسته بیا پنټ په ۵۶، کرېس ګېل په ۵۸ توپونو او رایډو بیا په  ۶۲ توپونو سلېزې جوړې کړي. 

په سږنیو سیالیو کې تر ټولو زیاتې (۳۷) شپږېزې د ډهلي ډېرډیولز لوبډلې لوبغاړي پنټ وهلي، ورپسې بیا واټسن، رایډو، راهول، راسل او ډېوېلیرز له لورې ۳۵، ۳۴، ۳۲ ،۳۱ او ۳۰ شپږېزې وهل شوي.

د ۲۰۱۸ کال ای پي اېل لوبو جایزې:

  1. اتلې لوبډلې ته ۲۰ کروړه هندي کلدارې جایزه.
  2. دویم مقام لوبډلې ته  ۱۲.۵ کروړه هندي کلدارې جایزه.
  3. د زیاتو منډو ( نارنجي خولۍ) جایزه، یو مېلیون هندې کلدارې.
  4. د زیاتو وېکټو (بنفش خولۍ) جایزه، یو مېلیون هندې کلدارې.
  5. د ټولو لوبو د غوره کېچ جایزه، یو مېلیون هندې کلدارې.
  6. د لوبو د غوره سټرایک جایزه، ټاټا نېکسون موټر.
  7. د ټولو لوبو د سټایلېش لوبغاړي جایزه، یو مېلیون هندې کلدارې.
  8. د اېمېرجېنګ لوبغاړي جایزه، یو مېلیون هندې کلدارې.
  9. په لومړي پړاو لوبو کې د لوبې غوره لوبغاړي جایزه، ۱۰۰ زره هندې کلدارې.
  10. په پلای افس لوبو کې د لوبې غوره لوبغاړي جایزه، ۵۰۰ زره هندې کلدارې.
  11. د لوبې سټایلېش لوبغاړي جایزه، ۱۰۰ زره هندې کلدارې.
  12. د غوره سټرایک جایزه، ۱۰۰ زره هندې کلدارې.
  13. د غوره کېچ جایزه، ۱۰۰ زره هندې کلدارې.
  14. د ستار پلس جایزه، ۱۰۰ زره هندې کلدارې.

اوس راځو دې ته چې په یادو لوبو کې چا زیاتې وېکټې ترلاسه کړې، چا زیاتې منډې وکړې:

 ۲۰۱۸ کال آی پي آېل سیالیو کې زیاتو منډو جوړونکي لوبغاړي:

 د هند سوداګرېزې لوبې په کال ۲۰۰۸ کې پیل شوې چې په لومړي کال د یادو لوبو اتلولي د راجستان رایلز لوبډلې ترلاسه کړه له هغې وروسته په ۲۰۰۹ کال کې دیکن چارجرز، په ۲۰۱۰ کال کې چنای سوپر کېنګز، ۲۰۱۱ کال کې بیا هم چنای سوپر کېنګز، ۲۰۱۲ کال کې کلکته نایټ رایډرز، ۲۰۱۳ کال کې ممبیي انډیینز، ۲۰۱۴ کال بیا هم د دوهم ځل لپاره کلکته نایټ رایډرز، ۲۰۱۵ کال کې د دوهم ځل لپاره ممبیي انډېینز، او په ۲۰۱۶ کال کې د لومړي ځل لپاره سنرایزرز حیدراباد لوبډلې او په ۲۰۱۷ کال کې د درېیم ځل لپاره ممبیي انډېینز د یادو لوبو اتلولي ترلاسه کړه

آی پي آیل سیالیو په تاریخ کې تر ټولو مخکښ توپوهونکی سوریش راینا دی چې تردې دمه یې په یادو لوبو کې (۴۹۸۵) منډې کړي ورپسې بیا ویرات کوهلي (۴۹۴۸) او روهیت شرما بیا (۴۴۹۳) منډې کړي.

د لوبغاړي لخوا په یوه لوبه کې زیاتې منډې بیا ۱۷۵ دي چې دا منډې د کریس ګیل لخوا جوړې شوې دي.

په دې لوبو کې ترټولو زیاتې شپږېزی بیا کریس ګیل وهلي چې (۲۹۲) شپږېزې دي ورپسې بیا ډېوېلېرز  او دهوني بیا (۱۸۶/ ۱۸۶) شپږېزې وهلي دي.

آی پي آیل سیالیو په تاریخ کې تر ټولو مخکښ توپ اچوونکی بیا لسیت ملینګا دی چې (۱۵۴) وېکټې یې ترلاسه کړي په دوهم ځای کې بیا امیت میشرا دی (۱۴۶) وېکټې یې ترلاسه کړي.

په یوه لوبه کې غوره توپ اچونه بیا د سهیل تنوېر ترسره شوې چې ۶ لوبغاړي یې اوټ کړي وو.