افغان کرکټ بورډ د هلمند پر زیانمنو کورنیو مرستې وویشلې
د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د هلمند له زیانمنو کورنیو سره د مرستې لپاره خیریه سیالي جوړه کړه چې له لاسته راغلي ۱،۲ میلیونه افغانیو په ارزښت عاید څخه یې په رسمی ډول پر ۳۰۰ زیانمنو کورنیو اړین خوراکي توکي۵۰ کیلو وړه، ۲۵ کیلو وریژې، ۷ کیلو غوړي، یو کیلو چای، ۵ کیلو لوبیا او ۵ کیلو بوره وویشل شوه. د مرستو ویش د رسمي هیئت په موجودیت کې وشو چې په راس کې یې د افغانستان کرکټ بورډ ادارې عمومي رئیس شکرالله عاطف مشعل وو، د ملي ستورو اصغر ستانکزي، محمد نبي عیسی خیل، ګلبدین نایب او نجیب ځدران سربیره یې د ادارې یو شمیر کارکونکو او مرسته کوونکو اشخاصو ملتیا کوله.
افغان کرکټ بورډ اداره ملي مسئولیتونو ته ژمنه ده او هڅه کوي چې د کرکټ ملي پروسې له لارې ولس ته د ویاړ راوړلو ترڅنګ له دغې لوبې څخه له زیانمنو کورنیو سره د مرستې لپاره د یوې ډاډمنې وسیلې په توګه هم استفاده وکړي.
د خیریه لوبې څخه لاسته راغلو مرستو څخه به ورته مرستې د اروزګان بی زیانمنو کورنیو هم وویشل شي.