ولسي جرګې د ازاد سوک ۲ افغان اتلان ونازول

ولسي جرګې نن /یکشنبه/ په خپله غونډه کې د ازاد سوک (فري فایټر) افغان اتلانو احمد ولي هوتک او باز محمد مبارز ته ستاینلیکونه ورکړل او د دوی اتلولي یې وستایله.

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلګو استازي او د روغتیا او مخدرو موادو سره د مبارزې د کمېسیون رئیس حمیدزي لالي په وویل چې دغو افغان ورزشکارانو په ډېر لږ وخت کې ډېرې بریاوې هېواد ته راوړې او په نړۍ کې یې د افغانستان بیرغ ورپاوه ځکه دوی په ستایلو ارزي.

د مارشل آرټ دغو دوو افغان لوبغاړو په وار- وار په نړیوالو سیالیو کې خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *