د څلورم ځل لپاره نړيواله اتلولي د ترکیې ملي پهلوان خپله کړه

د ترکیې ملي پهلوان رضا قایا الپ د غېږنیونې په نړيوالو اتلولیو کې د څلورم ځل لپاره نړیواله اتلولي وګټله او دا د ترکیې لومړنی پهلوان دی چې څلور ځله سر په سر نړیواله اتلولي ترلاسه کوي.
رضا قایا الپ په قزاقستان کې جوړو شویو د غیږنېونې نړيوالو سیالیو کې په ۱۳۰ کیلو ګرامه وزن کې د څلورم ځل لپاره نړیواله اتلولي ترلاسه کړه.
نوموړی چې کله خپل هېواد ته ستون شو، نو د انقرې د ایسن بوغه په هوايي ډګر کې یې تود هر کلی وشو، چې مور او پلار یې هم دغې هر کلي ته تللي و.

د پهلوانۍ لوبه د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې ترسره کیږي چې خوشبختانه د افغانستان له خاورې هم دا ډول سیالي بېلابېل لوبغاړي لري.