د بیګ باش سیالېو په لړ کی ۹ مه لوبه چا وګټله؟

ثناګل ګلزار

نن د اډیلایډ (راشدخان لوبدله) او پریټ سکورچیرزلوبډلې ترمېنځ لـوبه وشـــوه، د لوبې پچه سکورچیرز لوبډلې وګټله او د تـوپ اچونې پریکړه یې وکړه.

اډیلایډ راشد لوبډلې په ۱۷.۲ اورونو کې د ۱۰ لوبغاړو په سوځیدا سره ۸۸ منډی جوړې کړې او مخالفې لوبډلې ته یې د ۸۹ منډو هدف په واک کې ورکړ.

نن لوبه کی راشد خان بهترینه توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه او په ۱۲توپونو یې  ۲۱ منډې جوړې کړې چی ۲ سترې شپږیزې او ۲ څلوریزې هم پکې شاملې وې.

سکورچیرز لوبډلې د هدف د رانیولو په موخه توپ وهنه پیل کړه، خو په ډېرې آسانۍ سره یې یاد هدف ترلاسه کړ او په ۱۷.۲ اورو کی یې د ۳ لوبغاړو په سوځیدو هدف ته ځان ورسوله.

د غه سیالۍ سکورچیرز لوبډلې د ۷ ویکټو په توپیر وګټله.