نړیوال جام ته دوهمه لوبډله هم اعلان سوه

هارون لیوال – زابل

د ۲۰۱۹ میلادي کال نړیوال جام ته له نیوزلنډ وروسته دوهمه لوبډله هم اعلان سوه.
د نیوزلنډ وروسته تېره ورځ د اسټرالیا هیواد هم په انګلستان کې ترسره کېدونکي نړیوال پنځوس اوریز جام ته چې د مې میاشتي پر دېرشمه ۳۰ نېټه به پیل سي خپله لوبډله اعلان کړه.

دغه جام چې په هره څلورو کلونو کې یو ځل تر سره کیږي بېلابېلو هیوادونو یې کوربه توب کړی او بېلابېلو لوبډلو تر دامهاله نوموړی جام خپل کړی هم دی.
د یاد جام لپاره سږ کال ۱۰ لوبډلې خپل بخت ازمایي،
لکه (انګلستان،اسټرالیا،نی­وزلنډ،هندوستان،سوت افریقا، ویسټ انډیز پاکستان، سریلانکا، بنګله دېش او افغانستان)
د تېر ۲۰۱۵ کال نړیوال جام کوربه توب اسټرالیا او نیوزلنډ لوبډلو کړی وو چې اسټرالیا لوبډلې د تېر جام اتلولي هم خپله کړې وه.
په دې جام کې افغانستان هم تېر ځل لوبېدلی وو چې یوازي د سکاټلنډ لوبډلي ته یې پکښې ماته ورکړې وه خو نورې سیالۍ یې بیا بایللي وې.
خو سږ کال افغان لوبډلي د ښه چمتوالي خبر وکړی، چې له ډلي الرونډر لوبغاړي محمد نبي په خپله یوه مرکه کې نړیوالې لوبډلې د خپلو دوو ملګرو راشد خان او مجیب ځدران باندې وننګولې.
د دې تر څنګ افغان لوبډلې نړیوال جام ته په لوبډله کې تغیرات هم راوستل چې د اصغر افغان پر ځای یې ګلبدین نایب نوی لوبډلمشر وټاکلو.
د افغانستان تر څنګ سریلانکا لوبډلې هم په لوبډلمشرۍ کې تغیر راول چې د متیوز پر ځای یې د ټیسټ لوبې لوبډلمشر او چپ لاسی اوپنر بیټسمین دیموت کرونرتنی خپل لوبډلمشر وټاکلو.