د نړیوال جام غوراوي پړاو لوبو ته سینګاپور ته لار ومونده
خان وزیر عابد
نن د سینګاپور کرکټ ملي لوبډلې د اسیا د زون په کچه د پنځو لوبډلو ترمنځ په یوه ټورنمنټ کې اتلولي خپله کړه او رسآ یې د ۲۰۲۰ کال شل اوریزه نړیوال جام لپاره د غوراوي پړاو سیالیو ته لار پیدا کړه.
د سینګاپور لوبډلې نن په پایلوبه کې د نیپال ملي لوبډلې ته په ۸۲ منډو باندې ماتې ورکړه چې په دې سره یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله او هم یې د کرکټ په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره ۲۰۲۰م کال شل اوریز نړیوال جام ته د تلو لپاره د غوراوي پړاو ته لار پیداکړه.
په دې سیالۍ کې پچه د سنګاپور لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، دوی په ټاکلو شلو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره د نیپال لوبډلې ته د ۱۹۲ منډو ستر هدف وټاکه.
د سینګاپور لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې ټایم ډیویډ ۷۷ تر ټولو ډیرې منډې، دغه راز روحان ۴۹ او منپریټ سېنګ ۴۰ چټکې منډې جوړې کړې.
د نیپال لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې: ابینېش بوهارا څلور لوبغاړي وسوځول، دغه راز کرن هم دوه لوبغاړي له مخې پورته کړل.
د نیپال لوبډلې ټاکل شوی د ۱۹۲ منډو هدف پوره نکړ او په ټول توان سره یې یوازې ۱۰۹ منډې په پنځلس اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره جوړې کړې.
د نیپال لپاره په توپ وهنه کې تر ټولو ډیرې ۳۹ منډې مالا ترسره کړې، دغه راز ایري هم ۲۳ منډې جوړې کړې، خو سیالي یې په لوړ توپیر بایلوده.
د سینګاپور لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې تر ټولو ډیر څلور لوبغاړي ویجی کمار وسوځول چې د سیالیو په ګټلو کې مهم رول ولوبوه.
دا لوبه سینکاپور د ۸۲ منډو په توپیر سره وګټله او د راتلونکې شل اوریز نړیوال جام لپاره په غوراوي پړاو کې شامله شوه.
سینګاپور به د روان کال د اکتوبر له ۱۱مې بیا د نومبر تر ۳مې نېټې پوري نړیوال جام ته د وتلو لپاره له ۱۳ نورو لوبډلو سره د غوراوي پړاو لوبې وکړي.
له دې وړاندې ایرلنډ، سکاټلنډ، هانګ کانګ، زمبابوې، نیدرلنډ او عمان لوبډلو غوراوي پړاو ته لار پیداکړې وه.
د غوراوي پړاو لوبې به په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.
دغه راز د کرکټ نړيوال شل اوريز جام چې د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر په ۱۸مه نېټه په اسټراليا کې پيلېږي، ۱۶ لوبډلې پکې ګډون لري او ۴۵ لوبې به پکې ترسره کېږي.
په ۲۰۲۰ کال شل اوريز نړیوال جام کې د افغانستان په ګډون اسټراليا، پاکستان، هند، انګلستان، سهيلي افريقا، نيوزيلنډ، ويسټ انډيز، سريلانکا او بنګله دېش لوبډلې مستقیمآ په دوو کروپونو کې لوبېږي.