هغه لوبغاړي چې د سیري اې یوه فصل کې یې د یوونټوس له پاره ډېر ګولونه لګولي دي

محمود خان منندوی

د سیري ای یوه فصل کې لاندې لوبغاړو د یوونټوس لپاره ډېر ګولونه وهلي دي

 1934- بورل / 31

 1952- هانسن / 30

 1933- بورل / 29

 2020- کریسټیانو رونالډو / 28 (6 لوبې پاتې دي).

رونالډو لا هم د یوونټوس سره سیري اې کې په الیانز لوبغالي کې ماته نه ده خوړلې:

 31 لوبې، 29 ګولونه، 25 بریاوې او 6 مساوي.

رونالډو د خپل فوټبال په دوران کې د 125 پینالټیو څخه یي یوازې 23 خطاء کړي دي، چې اوسط یې 85 سلنه کېږي.

د سیري اې د دې فصل د ډېرو ګول وهوونکو لوبغاړو پرتله:

 چیرو ایموبیلي:

 29 ګولونه او 7 د ګول پاسونه په 31 لوبو کې (11پینالټۍ)

 کریسټیانو رونالډو:

 28 ګولونه او 5 د ګول پاسونه په 28 لوبو کې (11 پینالټۍ)