ستانکزی: د اسټرالیا سره ټېسټ لوبې ته ډېر لېواله یم، هیله ده سیالي مو لغوه نه شي

افغان ملي لوبډله به د روان کال په نومبر میاشت کې د اسټرالیا په پېرت لوبغالي کې د یاد هېواد د ملي لوبډلې پر وړاندې یوازېنۍ ټېسټ لوبه ترسره کړي.

د کرکټ په خبره دغه یوازېنۍ ټېسټ لوبه د اسټرالیا په کوربه توب د نومبر په ۲۱مه نېټه پیلېږي چې د مهالوېش له مخې به د همدې میاشتې تر ۲۵مې نېټې پورې دوام  ومومي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییه رییس ښاغلي لطف الله ستانکزي په دې تړاو وویل، د دواړو هېوادونو ملي لوبډلو ترمنځ یوازېنۍ ټېسټ لوبې ته ډېر لېواله دی او هیله ده چې تر هغې مودې د کورونا ناروغي له منځه ولاړه شي او دغه لوبه ترسره شي.

د یادولو ده چې افغانستان له دې وړاندې په ټېسټ سیالیو کې له بنګله دېش، ایرلنډ، هندوستان او ویسټ انډيز سره مخ شوی دی چې له لومړیو دوه لوبډلو یې بریا خپله کړې، خو له وروستیو دوو یې بیا ماتې خوړلي دي.