پنځم دفاعي لوبغاړی راموس شو، چې په اروپایي لوبو کي یې ۱۲ ګولوه پوره کړل، نور هم شته

محمود خان منندوی

په اروپايي سیالېو کې راموس پنځم دفاعي لوبغاړی اعلان شو چې ۱۲ ګولونه یې ووهل.

روبرټو کارلوس (16)
ایوان هلګویرا (15)
پیکي (14)
ډني الویز او راموس (12)

د دې تر څنګ راموس تر پیکي وروسته دوهم دفاعي لوبغاړی شو، چې د چمپیونز لیګ په لسو مختلفو فصلونو کې یي ګولونه لګولي دي.

ریال ماډریډ د اروپایی لوبو په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په اخیرو دریو کورنیو لوبو کې حد اقل 2 ګولونه خوړلي دي.

ریال ماډریډ د 2006م کال د ډیسمبر راهیسي ( ډاینامو کیف، 2-2 مساوي) په لومړي ځل په چمپیونز لیګ کې د هغه ماتي مخه ونیوله، چې +2 ګولونه یي خوړلي وو.

ریال ماډریډ د نن لوبه کې:

لومړۍ نیمایي: 2 ګولونه د کورټوا په شتون کې
دوهمه نیمایي: 0 ګول د اریولا په شتون کې

ریال ماډریډ خپل په تاریخ کې په لومړي ځل د چمپیونز لیګ دوې لومړۍ لوبي نه دي ګټلي.

رسمي: بارسلونا د اینټر میلان پر وړاندئ میسي او ډیمبلي هم خپل په لیست کئ اخیستي دي او اینټر میلان دې مهمه لوبه کئ لوکاکو له ځانه سره نه لري.

په چمپیونز لیګ کې ریال ماډریډ د کلب برګ سره په سختۍ لوبه 2-2 مساوي کړه.

ډنیس د کلب برګ دواړه ګولونه ولګول.
راموس او کاسمیرو د ریال ماډریډ ګولونه ولګول.