بېګ باش لیګ وروستي پړاو ته ورسېد

 لیکنه: اکبرعلي سمون

 د اسټرالیا تجارتي سترو بېګ باش سیالیو دلیګ په وروستۍ لوبه کې نن ورځ ملبرون رینېډز لوبډلې د بریسبن هېټ لوبډلې ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړه.

 بریسبن هېټ لومړي وار توپوهنې سره پوره شل اورونو کې د اووه لوبغاړو سوځيدو سره ۱۵۴ منډې جوړې کړې چې مت رېنشاو ورته زیاتې ۶۵ منډې جوړې کړې او ملبرون رینېډز ته په توپ اچونه کې وېدسودرلېنډ درې او محمدنبي یوه ویکټ ترلاسه کړه.

 ټاکل شوي هدف ته رینېډز لوبډله د لوبې په وروستي اوور کې ورسیده او سیالي یې په اووه ویکټو وګټله؛د ملبرون لپاره محمد نبي ۳۸ او ارون فېنچ ۶۳ ناسوځیدلي منډې وکړې او مجیب الرحمن بیا بریسبن هېټ ته په توپ اچونه کې څلور اورونو کې د څوارلس منډو په ورکولو سره یوه ویکټ ترلاسه کړه.

 ارون فېنچ د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

 د یادو سیالیو نیمه پایلوبې ته لا له وړاندې ملبرون سټارز او سیډني سېکسرز لوبډلو لار موندلي خو د دوهمې نیمه پایلوبې لپاره به هوبارټ هاریکنز،سیډني تندر او اډیلایډ سټریکرز لوبډلې بخت وازمویي.

 په یادو سیالیو کې دوه ورځې وقفه ده خو د روانې میاشتې په دیرشمه نیټه به د الېمېنټر پړاو لوبه د هوبارټ هاریکنز او سیډني تندر لوبډلو ترمنځ ترسره شي.