براهیم ډیاز په قرضي توګه د اسې میلان سره یو ځای شو، نور هم شته

محمود خان منندوی

براهیم ډیاز د ریال ماډریډ څخه په قرضي توګه او یو کلن قرارداد د اسې میلان سره یو ځای شو.
په دې قرارداد کي د اسې میلان له پاره د رانیولو هیڅ بند نشته.

دا دوهم پرلپسې فصل دی، چې ریالي لوبغاړی و اسې میلان ته ولاړ. تېر کال ټیو هرنانډز تللی وو. تر ډیاز وروسته به جیمز د ریال څخه راتلونکي جلا کېدونکي لوبغاړی وي. جیمز و ایورټون ته ځي او خبر یې ممکن نوې اوونۍ کې رسمي شي.

  بورنموث د ناټان اکي لپاره د منچسټر سيټي د ۴۱ میلیونه پونډه وړاندیز ومانه.

 د روميو د خبر پر اساس، په کاټلونیا کې د کرونا وایروس د ګواښ له امله یوفا غواړي د بارسلونا – ناپولي لوبي ځای بدل کړي.

 ډورټمنډ اعلان کړه، چې مارکو رویس ټپي شوی او تر ثانوي اطلاع تمرینات نه شي کولای. د ۲۰۱۶ زیږدیز کال راهیسې مارکو رویس ۱۳ ځله ټپي شوی دی، چې ۸۵ سیالۍ یې له لاسه ورکړي دي.

 تر یوه سخت فصل وروسته د سمپډوریا او اسې میلان پخوانی روزونکی مارکو جیامپائولو به د فیورنټينا روزونکی شي.

 نایک کمپنۍ د راتلونکي ۲۰۲۰/۲۱ فصل لپاره د لیپيیزګ دوهم لباس معرفي کړ.

رسمي: د ایاکس هالنډی دفاعي لوبغاړی جوئل ولټمن په درې کلن قرارداد د برایټن سره یو ځای شو.

میسي:

کله چي مي کورنۍ ته وویل، چي زه د بارسلونا څخه ځم، ټولو وژل

 میټرو: کيپا تصمیم نیولی چې نور د چیلسي په لباس کي ونه لوبيږي. د حذفي جام د سبا پایلوبه کي به هم د هغه پر ځای کابایرو د چیلسي ګول ساتوونکی وي.