د فوټبال له ډګره وروستي لنډ خبرونه

محمود خان منندوی

 بورنموث د ناټان اکي لپاره د منچسټر سيټي د ۴۱ میلیونه پونډه وړاندیز ومانه.

 د روميو د خبر پر اساس، په کاټلونیا کې د کرونا وایروس د ګواښ له امله یوفا غواړي د بارسلونا – ناپولي لوبي ځای بدل کړي.

 ډورټمنډ اعلان کړه، چې مارکو رویس ټپي شوی او تر ثانوي اطلاع تمرینات نه شي کولای. د ۲۰۱۶ زیږدیز کال راهیسې مارکو رویس ۱۳ ځله ټپي شوی دی، چې ۸۵ سیالۍ یې له لاسه ورکړي دي.

 تر یوه سخت فصل وروسته د سمپډوریا او اسې میلان پخوانی روزونکی مارکو جیامپائولو به د فیورنټينا روزونکی شي.

 نایک کمپنۍ د راتلونکي ۲۰۲۰/۲۱ فصل لپاره د لیپيیزګ دوهم لباس معرفي کړ.

رسمي: د ایاکس هالنډی دفاعي لوبغاړی جوئل ولټمن په درې کلن قرارداد د برایټن سره یو ځای شو.

 برنټفورډ او فولهام کلبونه د غوره لیګ د پلي اف پړاو پایلوبې ته لاره پيدا کړه.

 ویسټهام يونايټيډ د نیو کاسل یونايټيد او ټاټنهام سره د بورنموث د حمله کوونکي لوبغاړي کالوم ویلسون د رانیولو سیالۍ ته ور ګډ شول. دغه کلب چې چمپيونشيپ ته يې سقوط کړی دی، د خپل دې لوبغاړي له پاره ۲۰ میلیونه یورو غواړي.

د ESPN د خبر پر اساس، اینټر میلان به په هغه صورت کي د الیکسیس سانچز قرارداد وغځوي، چې هغه خپل اوونیز معاش ۲۰۰ زره پونډه راښکته کړي.

 میټرو: کيپا تصمیم نیولی چې نور د چیلسي په لباس کي ونه لوبيږي. د حذفي جام د سبا پایلوبه کي به هم د هغه پر ځای کابایرو د چیلسي ګول ساتوونکی وي.