آی سي سي اعلان وکړ چې خپلو غړو هیوادونو ته به د کال د وروستۍ برخې بودیجه ورکړي

ولید ( خپلواک )

 آی سي سي یا د کرکټ نړیوالې شورا رسماً خبر ورکړی چې د دې شورا سره په رسمي ډول هغه کرکټ بورډونه چې بشپړ غړیتوب لري خپله بودیجه به ترلاسه کړي.  د کرکټ نړیواله شورا هغه سرچینه ده چې د نړۍ بشپړ غړیتوب لرونکې هیوادونو ته پیسې ورکوي، دغه پیسې د کال په دوه برخو کې ورکول کیږي چې یوه برخه یې د کال په پیل کې او بل یې بیا د کال په وروستیو میاشتو کې ورکول کیږي.

 د کرکټ نړیواله شورا خبر ورکوي چې د پیل بودیجه ورکول شوې او د دې کال په وروستۍ برخه کې به مونږ دوهمه برخه بودیجه هم کرکټ بورډونو ته ورکړو. څو ورځي وړاندې بنګله دېش او پاکستان کرکټ بورډونو په دې اړه ژوره خواشیني ښودلی وه چې د کرونا وایروس د سرایت له امله د کرکټ نړیواله شورا کرکټ بورډونو ته بودیجه ورنکړي.

 خو د کریک انفو مشهوره ویبپاڼې د آی سی سي په حواله ویلي چې د کرکټ نړیوالې شورا سره ټول بشپړغړیتوب لرونکې هیوادونه به په نږدي وختونوکې خپله بودیجه ترلاسه کړي؛ ځکه د آی سي سي لخوا په رسمي ډول پاس شوې ده.

 آی سي سي یا د کرکټ نړیواله شورا هر کال د نړۍ کرکټ بورډونو ته د ۷ څخه تر۸ میلونو ډالر ورکوي، چې د هند او انګلستان کرکټ بورډونو له دې څخه څه زیاتې پیسې ترلاسه کوي.

 دا هغه هیوادونو ته ورکول کیږي چې د کرکټ نړیوالې شورا سره بشپړ غړیتوب لري.