د تکواندو افغان لوبډله بلغاریا ته رسېدلې
د افغانستان د تکواندو ملي لوبډله په آی ټي اف نړیوالو سیالیو کې د ګډون په موخه بلغاریا هېواد ته لاړه.
دا د یادو سیالیو ۲۱م پړاو دی او ټاکل شوې دا سیالۍ نن پېل او د پنځو ورځو دوام وروسته د راتلونکې پنجشنبې په ورځ پای ته ورسیږي.
په دې سیالیو کې به له افغانستانه درې لوبغاړي په بېلابېلو وزني کټګوریو کې لوبې ترسره کړي.
افغانستان د آی ټي اف تکواندو نړیوالو سیالیو کې په تېرو پړاونو کې چې ۲۰۱۳ او ۲۰۱۵ کلنو کې یې پکې برخه اخېستې وه تر اوسه یې یوازې یو د سپینو زرو مډال ګټلی دی.