د فوټبال نړۍ

 محمود خان منندوی

ګرییزمان په یوویشتمه پیړۍ کي د بارسلونا لومړی لوبغاړی شو، چې د نیو کمپ په لومړۍ لوبه کې یې دوه ګولونه ولګول.

د ګرییزمان ګول ته د نوموړي د مینه والو عکس العمل!

پاریس سېنټ جرمن د فرانسې په لومړي لیګ کې ټولوس ماته ورکړه!

پاریس سېنټ جرمن 4 | موټینګ (2)، مارکینهو او مټیو (ټولوس لوبغاړی)
ټولوس 0

بارسلونا په لالیګا کې د ګولونو څخه په ډکه لوبه کي ریال بیټیس ته ماته ورکړه.

بارسلونا 5 | ګرییزمان (2)، جورډي البا، ویډال او کارلیس پیرز
ریال بیټیس 2 | نبیل فکیر او لورین مورون

روما د ایټالیا په سیر ای لیګ کې د جېنوا سره لوبه 3-3 مساوي کړه!

روما 3 | چنګیز، ژیکو او کولاروف
جېنوا 3 | پینامونټي، ډومینیکو او کریسټین

ګرییزمان د بارسلونا د 2019/20 فصل لومړی ګول ولګاوه.
ګرییزمان دغه ګول نن پر ریال بیټیس په لالیګا کې ولګاوه.

اټلاټیکو ماډریډ په سختۍ سره لیګانیس ته په لالیګا کې د ویټولو په ګول سره 1-0 ماته ورکړه.

په روان لیګ کې دا د اټلاټیکو ماډریډ دوهمه بریا او د لیګانیس دوهمه ماته ده.

اټلاټیکو ماډریډ تېره لوبه هم 1-0 ګټلې وه او لیګانیس تېره لوبه هم 1-0 بایللې وه.