د ریال مادرید او اتلتیکو مادرید بریا او د بارسلونا پرله پسې دوهمه ماتې

خبریال: حبیب حبیبي – د اسپانیا لالیګاه فوټبال سیالیو په لړ کې ریال مادرید او اتلتیکو مادرید بریا ته ورسېدې او بارسلونا خپله لوبه وبایلله.

په لومړۍ لوبه کې ریال مادرید په خپل لوبغالي کې د ایبار کوربه توب وکړ او په پای کې یې خپل سیال ته (۴) د صفر پر وړاندې ماته وکړه.

په بله حساسه او مهمه لوبه کې د روانو سیالیو غوره لوبډله بارسلونا بیا د ریال سوسیداد پر وړاندې میدان ته لاه، چې د دواړو لوبډلو لوبه (۱) پر صفر د سوسیداد په ګټه پای ته ورسیده او بارسلونا په دې سیالیو کې خپله دوهمه پرپله پسې ماته تجربه کړه.

همداراز اتلتیکو مادرید هم وکولای شول، چې د اسپانیول پر وړاندې بریا ته ورسیږي، دغه لوبه د یکشنبې پر ورځ د اتلتیکو مادرید په کوربه توب ترسره شوه، چې په پای کې د داوړو لوبډلو لوبه (۳) پر (۱) د اتلیتکو مادرید په ګټه پای ته ورسیده.

د اسپانیا په روانو سیالیو کې بارسلونا د (۶۶) پاینټونو په درلودلو سره لومړی، اتلتیکو مادرید د (۶۳) پاینټونو په درلودلو سره دویم او ریال مادرید بیا د (۶۲)پاینټونو په در لودلو سره دریم ځای خپل کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *