په افغانستان کې ټپي سرتېري بدني روزنې ته مخه کړه

تاند- دغه امریکايي پوځي په افغانستان کې د بدن دوه غړي بایللي خو همت یې نه دی بایللی.

جرارد بلاک (Jared Bullock) وايي چې په ژوند کې ناکامۍ ته نه تسلیم کېږۍ.

د ده کلکه اراده کېدای شي زموږ ډېرو ځوانانو ته، چې د خپل هیواد په لاره کې یې د بدن غړي له لاسه ورکړي، الهام بخښونکی شي.

جرارد وايي چې ده ته د ناکامۍ په اسانه منل د نه منلو دي.

جرارد، چې پر امریکا د سپټمبر د یوولسمې له تروریستي حملو وروسته له پوځ سره یوځای شو، دوه ځلې عراق ته تللی.

د ۲۰۱۳ م کال د اکتوبر په ۱۳ مه افغانستان ته ولېږل شو.

2دیارلسمه شمېره د اکثره لوېدیځوالو په باور بدشوګومه ده.

په افغانستان کې جرارد لا یوه میاشت تېره کړې نه وه چې نقلیه وسیله یې پر ماین یا چاودېدونکو موادو وخته او وچاودېده.

په دې پېښه کې جرارد ژوندی پاتې شو خو ښۍ پښه او ښی لاس یې غوڅ شول.

دی وايي چې څو ورځې یې په روغتون کې زښتې سختې وې.

له سختیو وروسته جرارد اراده ونه بایلله او سپورت ته یې پام واړاوه. د ۲ مایله ځغاستې په سیالۍ کې یې برخه واخیسته او وروسته یې د بدني روزنې په مسابقو کې ګډون وکړ.

ده په دې موده کې ګڼ میډالونه ګټلي او هره ورځ ستایل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *