لیستر سیټي د انګلیستان د غوره لیګ اتل شو

تاند- تېره شپه د ټاتنم او چلسي ترمنځ د مسابقې له مساوي کېدو سره لیستر سیټي کلب د انکلیستان د فوټبال د غوره لیک اتل شو.

دې ټیم د انګلیستان د غوره لیک یا پریمر لیک په سږني فصل کې یوازې ۳ لوبې وبایللې او د لومړي ځل لپاره یې د دغه لیګ د اتلولۍ مقام خپل کړ.

تېره شبه د ټاتنم او چلسي مسابقه دوه – دوه مساوي شوه.

وروسته له دې چې د یکشنبې په ورځ د لیستر او مانچستر یونایتید ترمنځ سیالي مساوي شوه، ټاتنم هیله من شو چې که پاتې ۳ مسابقې وګټي اتلولي به خپله کړي خو د ټاتنم هیله هغه مهال په نهیلي بدله شوه چې چلسي لوبه ورسره دوه پر دوه مساوي کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *