د ۲۰۲۰ م کال لپاره د کوپا امریکا  لوګو معرفي شوه

محمود خان منندوی

د 1983م کال راهیسې په لومړي ځل دغه لوبې د دوو هیوادونو ارجنټاین او کلمبیا په کوربتوب ترسره کیږي.

دغه لوبې به د 2020 م کال د جون پر 12مه نېټه پېل شي، چې پرانېسته سیالي به یې په ارجنټاین او پایلوبه به یې په کلمبیا کې ترسره کېږي.

په لومړي ځل دغه لوبې د دوو هیوادونو په کوربتوب ترسره کېږي، چې ګروپي پړاو، 1/4 پړاو، نیمه پایلوبه او پایلوبه پکې شامل دي.

38 لوبې به ترسره شي او هره لوبډله به حد اقل 5 سیالۍ وکړي. که څه هم دوه هیوادونه دې لوبو کې د میلمنو په توګه ګډون کوي، خو بیا هم د جنوبي امریکا د فوټبال کنفدارسیون د ډیسمبر 3مه د دې هیوادونو د معلومولو نېټه یاده کړې ده. په ډېر امکان سره اسټرالیا او قطر دې لوبو کې د میلمنو په توګه دعوت کېږي.

لوبي په دوو ګروپونو کې د شمال او جنوب په منطقه کې ترسره کېږي. برازیل، کلمبیا، وینزویلا، ایکواډور، پیرو او یوه میلمه لوبډله به د شمال د منطقې په ګروپ کي او چیلي، یوروګوای، ارجنټاین، پاراګوتی، بولویا او یوه میلمه لوبډله به د جنوب د ګروپ په منطقه کې شتون ولري.

د هر ګروپ څخه 4 لوبډلې 1/4 پړاو ته لاره پیدا کوي او د لوبو پایلوبه په کلمبیا کې ترسره کېږي.