بارسلونا او ریال ماډریډ د الکلاسیکو د کوربه د تغیر په اړه خپل مخالفت اعلان کړ، نور هم شته

محمود خان منندوی

بارسلونا وایي، دا لوبه دې هرو مرو نیو کمب کې وشي او ریال ماډریډ د دې غوښتونکی دی، چې لوبه دې پر مشخص وخت او ځای کې وشي.

دواړه کلبونه تر دوشنبې پورې وخت لري، چې خپلی ادعاوې وړاندې کړي او د هغه څخه بغیر باید د لالیګا د مسؤلینو د پریکړې تابع و اوسي.

ټوټو سپورټ: الګري د منچسټر یونایټیډ سره توافق ته نږدې شوی دی. هغه به په دې کلب کې 6.5 میلیونه یورو معاش ولري.

رسمي: د ډورټمنډ دفاعي لوبغاړي رافائل ګويررو د دې کلب سره خپل قرارداد تر 2023م کال پورې وغځاوه.

سولشر تائید کړه، چې ډخیا او پوګبا د لیورپول پر وړاندې د زخمي کېدو په خاطر نه شي لوبیدلی.

د غوره لیګ په یوه فصل کې د یوه دفاعي لوبغاړي په توګه د ګول د ډېرو پاسونو په خاطر د الیکسانډر ارنولډ نوم د ګینس په نړیوال کتاب کې ثبت شو.

د هسپانیا څخه کوپي ورځپاڼي خبر ورکړی، چې د دې احتمال ډېر شته تر څو الکلاسیکو د ډیسمبر پر 18مه ترسره شي.

رونالډو په تېرو 12 میاشتو کې 44 میلیونه یورو د انسټاګرام د اعلاناتو په واسطه ترلاسه کړي دي، چې د میسي دوه برابر دي. میسي په دې موده کې 21.5 میلیونه یورو ترلاسه کړي دي. رونالډو په نړۍ کې تر بل هر شخص ډېر مینوال په انسټاګرام کې لري، چې شمېر یي 186 میلیونه ته رسیږي.

رونالډو په تېرو 12 میاشتو کې 34 پوسټونه سپانسر کړي دي، چې پر هر پوسټ یي 900 زره یورو ترلاسه کړي دي او میسي د 36 سپانسر شویو پوسټونو څخه پر هر پوسټ 600 زره یورو ترلاسه کړي دي. رونالډو دې اوونۍ کې 700 ګولونه پوره کړل او څه موده مخکې یې ویلي و، چې غواړي تجارت تر فوټبال وروسته پیل کړي.