په شپږیزه کرکټ لیګ کې مس عینک خپل غښتلتوب ثابت کړ

خبریال: سید ادریس ولي زاده

د افغانستان کرکټ بورډ اړوند د شپږېزې لیګ شپږم پړاو سیالۍ پرون د مس عینک اتلانو په اتلولۍ سره پاي ته ورسیدې.

یادې شل اورېزې لوبې یوولس ورځې وړاندې د اکتوبر میاشت په ۷مه نیټه د شپږو لوبډلو په شمول د مرکز کابل په کرکټ لوبغالي کې پیل شوې وې، چې نن د اکتوبر میاشتې په ۱۸مه نیټه په همدغه لوبغالي کې د مس عینک اتلانو په بریا سره پاي ته ورسیدې.

د یادو سیالیو پاي لوبه د بند امیر او مس عینک لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

بندامیر په شل اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۵۵ منډو هدف وټاکه، چې مس عینک د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره هدف پوره کړ او په څلورو ویکېټو یې بریا خپله کړه. مس عینک په شپږیزه کرکټ لیګ کې دا دویم ځل دی، چې اتلولي یې ګټي.

د شپږېزې لیګ د تیر پړاو اتله لوبډله بند امیر سږکال له خپلې اتلولۍ دفاع ونکړه. د سږ کال سیالیو غوره توپ وهونکی نورعلي ځدران، غوره توپ اچونکی نجات مصعود، ایمرجېنګ لوبغاړی نور احمد او د لیګ غوره لوبغاړی کریم جنت اعلان شول.

په دغو لوبو کې د ملي او نولس کلنو لوبغاړو په شمول د داخلي کرکټ لوبغاړو هم برخه اخیستې وه، چې نوي ځوان لوبغاړو د موقع څخه په استفادې خپلې وړتیاوې روښانه کړلې.

د شپږېزې لیګ په شپږم پړاو سیالیو کې د مس عینک اتلان، بند امیر ښاماران، کابل بازان، بوست ساتونکو، آمو نهنګان او د سپین غر زمریانو لوبډلې شاملې وې، چې اتله لوبډله یې مس عینک شوه.

ټاکل شوې، چې د افغانستان او ویسټ انډیز ملي لوبډلو ترمنځ د کرکټ درې شل اورېزې، درې پنځوس اورېزې او یوه ټیسټ لوبه د افغانستان په کوربتوب په هندوستان هېواد کې بله میاشت ترسره شي.

د یادو لوبو لپاره د ویسټ انډیز کرکټ بورډ د غوراوي کمیټې مسؤلینو وړمه ورځ درې بیلا بیل نوملړونه اعلان کړل، چې د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمیټې مسؤلینو همدې څو ورځو کې به خپلې لوبډلې اعلان کړي.