ډېر امکان شته چې الکلاسیکو به د ډيسمبر په ۱۸مه ترسره شي، نور هم شته

محمود خان منندوی

الکلاسیکو به په ډېر امکان سره د ډیسمبر پر 18مه ترسره شي. سبا وروستۍ پریکړه کېږي.

الکلاسیکو په کاټلونیا ایالت کې د وروستیو مظاهرو او ناکراریو په خاطر وځنډیدله او د ډیسمبر پر 18مه به ترسره شي.

مارکا هم منلې ده چې د الکلاسیکو تاریخ به د اکټوبر د 26مې څخه د ډیسمبر 18مې ته واوړي.

رسمي: د اټلاټیکو ماډریډ او ویاریال کلبونو په دوه اړخیزه توافق سره د هسپانیا د فوټبال د فدراسیون څخه غوښتنه وکړه، چې د دوی هغه لوبه چي د ډیسمبر پر 6مه ترسره کېږي، باید د میامي په هارډ راک لوبغالي کې وشي.

ویډال: زه تر اوسه د لیورپول د لوبې په اړه فکر کوم او دا نه شم ویلای، چې څه پېښ شول.

د هسپانیا TV3 خبر ورکړی، چې الکلاسیکو ممکن په دې تاریخونو ترسره شي:

27 اکټوبر یکشنبه، 4 ډیسمبر چهارشنبه او 18 ډیسمبر چهارشنبه.

بل خبر کې اې ایس ورځپاڼي ویلي دي، چې بارسلونا د نندارچیانو څخه بغیر د الکلاسیکو د ترسره کولو سره هم ستونزه نه لري.

د ایټالیا رسنیو اعلان کړه، چې د منچسټر یونایټیډ سره د مانزوکیچ د توافق د خبرونو بر عکس، هغه د اث میلان سره په ژمنیو نقل او انتقالاتو کې د یو ځای کېدو په خاطر توافق ته رسیدلی دی.

مرکاټو ادعا کړې ده، چې د اینټر میلان روزونکی غواړي په جنورۍ کې د چیلسي څخه ژیرو رانیسي.

د انګلستان او جرمني د ښځینه وو د ملي لوبډلو د لوبې ټول ټکیټونه وپېرل شول. دا لوبه د نومبر پر نهمه نېټه په ویمبلي لوبغالي کې کېږي.
دا لوبه به د 2012 المپیک په لوبو کې د امریکا او جاپان د ښځینه وو لوبډلو د لوبې د نندارچیانو ریکارډ مات کړي.