نجیب ترکي په پرسټ کلاس سیالېو کې ۲۰۰۰ منډې بشپړې کړې، نور هم شته

افغان تکړه لوبغاړي نجیب ترکي په پرسټ کلاس سیالیو کې ۲۰۰۰ منډې پوره کړې. نجیب ترکی د افغان کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریزو سیالېو پیاوړی لوبغاړی دی چې په کیڼ لاس په زړه پورې توپوهنه کوي. د نوموړي یوه بهترینه لوبه د پاکستان خلاف بلل شوې چې په کال ۲۰۱۴ کې یې د پاکستان خلاف ترسره کړه. په دې سیالۍ کې نجیب ترکي حیرانوونکې سیالي وکړه، دې سیالۍ د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان پخوانی صدر اعظم نواز شریف هم ورغلي وو.

نجیب ترکی اوسمهال ۲۸ کاله عمر لري، دی د ۱۹۹۱ میلادي‌ کال د فبرورۍ په دوهمه زېږدلی دی.

 افغان تکړه لوبغاړي منیر احمد کاکړ هم په پرسټ کلاس سیالیو کې ۲۰۰۰ منډې پوره کړې. منیر احمد پنځلس کلن دی، نوموړی د هند آي پي ایل سوداګریز لیګ ته هم د بولۍ لپاره نوم لیکنه کړې وه چې کومې لوبډلې غوره نه کړ. منیر احمد لکڼوال تر ټولو کم عمره افغان لوبغاړی شمېرل کیږي چې د هند غوره لیګ سیالېو ته یې نوم لیکنه کړې وه.

 ویسټ انډيزي تکړه لوبغاړي شي هوپ په پنځوس اوریزه سیالیو کې ۳۰۰۰ منډې پوره کړي

 پاکیستاني څلور لوبغاړو عابد عالي، اظهر عالي، بابر عظم او شان مسود د سریلانکا خلاف په ټیسټ سیالي کې په یو اننگر کې سلیزی پوره کړې.