ویرات کوهلی د نړۍ تر ټولو مغرور او بې ادبه لوبغاړی دی

د هند مشهور فلمی ستوری نصیرالدین شاه وایی، د هند کرېکټ لوبډلمشر ویراټ کوهلی د نړۍ تر ټولو بې ادبه لوبغاړی دی.

د هندی رسنیو رپوټونو کې راغلی ښاغی شاه پر فېسبوکپاڼه پر ویراټ کوهلی سختې نیوکې کړې:

”ویراټ کوهلی نه یوازې دا چې نړۍ کې تر ټولو ښه توپوهونکی لوبغاړی دی، بلکې تر ټولو بې ادبه لوبغاړی هم دی. ”

ښاغلی شاه زیاتوی:

”کرېکټ کې د هغه وړتیا د هغه د تکبر او ناسم چلند تر سیوری لاندې راځی او زه داسې هېڅ کومه اراده نه لرمه چې هېواد پرېږدم. ”

ممثل نصیرالدین شاه د ویراټ کوهلی هغو څرګندونو ته فېسبوک پوسټ کې غبرګون څرګند کړی، چې ویلی یې و، هغه مینه وال باید هند پرېږدی چې بهرنی لوبغاړی خوښوی.

ښاغلی کوهلې د یوه مینه وال پر څرګندونو غبرګون ته دغه څرګندونې کړې وې.

د نصیر الدین شاه فېسبوک پیغام ته د خواله رسنیو هندی کاروونکو پامن ځانته اړولی، ځینو پرې اعتراضونه کړی او یو شمېر نورو یې بیا تایید څرګند کړی دی.

ممثل نصیرالدین شاه د ویراټ کوهلې هغو څرګندونو ته فېسبوک پوسټ کې غبرګون څرګند کړی، چې ویلی یې و، هغه مینه وال باید هند پرېږدی چې بهرنی لوبغاړی خوښوی.

ځینو خپله پر ښاغلی شاه له دې کبله اعتراض کړی چې ولې یې د هېواد لوبډلمشر ته بې ادبه ویلی او یو شمېر کسانو بیا ویلی، اسټرالیا ته د ماتې ورکولو لپاره همداسې رویې ته اړتیا ده.

ځینې نورو بیا په دغه بحث کې پر ښاغلی کوهلی هم اعتراضونه کړی دی او په وینا یې ویراټ کوهلې څو ځله له خپل خده وتلی دی.

کاپي ….