د هندي سېنما یو نامتو لوبغاړی په راتلونکې فلم کې د ویراټ کهولي صحنه لوبوي

ولید (خپلواک)

 د هندوستان د باليووډ خطرناک فلمي لوبغاړی (اجی دیوګن) په خپل راتلونکی فلم کې د ویراټ کوهلې یوه صحنه په خپل نوم راخیستې.

 اجی وایي د هندوستان اوسني کیپتان ویراټ کوهلې تل د ګټې هڅه کوي او هیڅ ماته نه منې هغه په خپل راتلونکی فلم کې چې (تنهجې ملیسر) نومیږي، ویراټ کوهلې ته د تنهجي لقب ورکړی.

 ۳۱ کلن ویراټ کوهلې د کرکټ د نړیوالې شورا سره په ټیسټ او یو ورځينۍ لوبه کې لومړۍ نمبر ون توپ وهونکی دی.

 په سټار سپورټ تلویزون کې وروسته له هغې چې د هندوستان او سریلانکا تر منځ لوبه د باران له امله وځنډېدله نو (دیګن) وویل:

((  هغه د ویراټ کوهلې ستاینه پیل کړه او زیاته یې کړه چې په راتلونکی فلم کې به د ویراټ کوهلې صحنې ولوبوي.))

 هغه په وروستۍ برخه کې وویل:  ((د کوهلې د لوبې پر مهال د هغه ذهنيت ته زیات فکر وړی یم هغه د خپل هيواد او ولس لپاره ډېره خوارې کوي هغه تل ګټونکی دی.))

 اجی دیګن د هندوستان د بالیووډ غوره ستوری دی هغه د هندوستان په شمول په ټوله نړۍ کې ډېر زیات مينوال لري.

 راتلونکی فلم یې په نيږدی وختونو کې نندارې ته وړاندې کيږي.