شکیرا: غواړم پیکي راته د مینې او ملګري په نظر وګوري

محمود خان منندوی

 مشهوره کلمبیایي سندرغاړی 10 کاله کېږي، چې د جیرارډ پیکې سره اړیکه لري او لا هم د واده کولو نیت نه لري. دوی اوس دوه اولادونه لري.

 پیکې او شکیرا دواړه د فبروري پر دوهمه زېږېدلي دي خو شکیرا لس کاله تر پیکې مشره ده. شکیرا د US.Hola سره خبرو کې وویل:

 که رښتیا ویل وغواړم، نو واده ما ډاروي. نه غواړم چې پیکې ماته د ماینې په نظر وګوري. زه دې ته ترجیح ورکوم، چې هغه ماته د مینې او ملګري په توګه وګوري.

 شکیرا او پیکې د 2010 نړۍ وال جام په جریان کې سره اشنا سول. شکیرا چې کله د Waka Waka سندره وویله، نو د نړېول جام دیوې نښانې په توګه معرفی شوه. هغې وویل:

 زه د فوټبال هیڅ نه یم طرفداره، نو ځکه مي پیکې نه پیژاند. زما د ویډیو په موزیک کې پیکې هم و او هلته مي وویل: دا هلک څومره جذاب دی. وروسته زما یو دوست د هغه سره معرفي کړم.