د حضرت ځاځي، یوراج سېنګ او هارشل ګېبز وروسته نیوزیلنډي لوبغاړي هم یو اوور کې ۶ شپږېزې ووهلې

 د نیوزیلنډ په کورنیو لوبو کې د دې هېواد ۲۵ کلن لوبغاړي لیو کارټر په یو اوور کې شپږ شپږیزې ووهلې او د شپږیزو وهونکو لوبغاړو په قطار کې یې ځان راوست.

 کارټر د نیوزیلنډ په کورنیو شل اوریزو کرکټ لوبو کې د یکشنبې په ماسپښین د نارترن ډېسټرېکټ لوبډلې پر وړاندې خطرناکه لوبه وکړه.

 هغه د لوبې په شپاړسم اوور کې د انټن ډیوسېچ په نامه سپېن بالر باندې ۶ شپږیزې سر په سر ووهلې.

 لیو کارټر له کانټېر بوري کېنګز لوبډلې سره لوبېږي.

 کارټر په چپ لاس توپ وهنه کوي او د نارترن ډېسټرېکټ لوبډلې پر وړاندې یې په ۲۹ توپونو ۷۰ منډې وکړې او ۲۲۰ منډې هدف یې پوره کړ.

 له دې وړاندې حضرت الله ځاځي، یوراج سېنګ او هارشل ګېبز هم په یو اوور کې شپږ، شپږیزې سر په سر وهلې وې.