عرفان پټان هم کرکټ پرېښود

د هندوستان پېژندل شوی چټک توپ اچوونکی، عرفان پټان، د کرېکټ له هر ډول لوبو څخه استعفا وکړه. د کرېک انفو وېب پاڼې راپور پر بنسټ د لومړۍ نړیوال شل اوریز جام د پایلوبې اتل، عرفان پټان، اوږدې مودې څخه د هندوستان د کرېکټ بورډ نه پاملرنې څخه وروسته هر ډول لوبو څخه استعفا وکړه.

عرفان پټان خپلې دغې پرېکړې اړوند ویلي چې ورته څرګنده وه چې له ۲۰۱۶ وروسته به نړیوالو لوبو کې د لوبېدو فرصت ورنکړل شي.

نوموړی همداراز د هندوستان د کرېکټ بورډ د ټاکونکې کمېټې اړوند وویل: «په ۱۶ – ۲۰۱۵ کې د سید مشتاق علي د جام تر ټولو زیاتې وېکېټې اخیستونکی او غوره ال راونډر وم، خو بیا هم د هندوستان ملي لوبډلې ته انتخاب نه شوم.»

ټېسټ لوبو کې هټرېک کوونکی چټک توپ اچوونکی، عرفان پټان، وايي چې د لوبډلې ټاکونکي د نوموړي له توپ اچونې څخه ناخوښ ول او دا ورته په ۲۰۱۶ کې معلوم شوی و. نوموړی وايي چې دغه مهال پوه شوم چې نور به ملي لوبډلې کې د لوبې فرصت رانکړل شي.

عرفان پټان همداراز وویل: «اکثره خلک په ۲۷ یا ۲۸ کلنۍ کې نړیوالې لوبې پیلوي او تر ۳۵ کلنۍ پورې لوبېږي، خو زه چې کله ۲۷ کلن شوم، نو ۳۰۱ نړیوالې وېکېټې مې اخیستې وې. ما غوښتل چې ۵۰۰ یا ۶۰۰ وېکېټې واخلم او ډېرې منډې جوړې کړم، چې له بده‌مرغه دغه هیله مې پوره نه شوه.»

عرفان پټان د هندوستان لپاره ۲۹ ټېسټ، ۱۲۰ یوې ورځنۍ او ۲۴ شل اوریزې لوبې کړې دي. ټېسټ لوبو کې يي یوه سلیزه او ۶ نیمه سلیزې وهلي او د ۳۱٫۵۷ اوسط سره يي ۱۱۰۵ منډې جوړې کړي. نوموړی دغو ټېسټ لوبو کې ۱۰۰ وېکېټې هم اخیستې او تر ټولو غوره توپ اچونه يي یوې لوبې کې ۱۲ وېکېټې اخیستل دي.

یوې ورځنیو لوبو کې هم نوموړي پنځه نیمه سلیزې وهلي چې په مرسته يي د ۲۳٫۳۹ اوسط سره ۱۵۴۴ منډې جوړې کړي. نوموړی دغو لوبو کې ۱۷۳ وېکېټې اخیستې. له دې سربېره نوموړی شل اوریزو لوبو کې ۱۷۲ منډې جوړې کړي او ۲۸ وېکېټې يي اخیستي.