د حمید حسن مینه والو ته ښه زیری
چټک توپ اچونکی حمید حسن هم له روان تمریناتي کمپ سره یوځای شو تر څو روزنکي په راتلونکو نړیوالو لوبو کې د نوموړي د ګډون لپاره ارزونه وکړي . دغه ۲۲ ورځنی تمریناتي کمپ تېره اونۍ د هندوستان په بنګلور ښار کې پیل شوی او موخه یې هم د ایرلنډ پر وړاندې د لوبلړۍ (سېریز) او د روان ۲۰۱۹ کال نړیوال جام یو ورځنیو لوبو لپاره بشپړ چمتووالی دی.