رمیز راجا: شاداب خان پیاوړی توپوهونکی دی، باید زیات باور پرې وشي

ولید خپلواک

 د پاکستان هېواد پخوانی لوبغاړی او د اوس وخت نامتو مبصر (رمیز راجا) په خپل رسمي چينل کې وروستۍ څرګندونې د شاداب په اړه وکړې.

د پاکستان هېواد سوکه توپ اچوونکی (شاداب خان) چې د اسلام اباد یو نایټيډ لوبډلې لوبډلمشر دی، نوموړدی په خپله لوبډلمشرۍ کې په مهم راونډ کې میدان ته راښکته کیږي تر څو د خپلې لوبډلې په ګټه ښه توپ وهنه ترسره کړې.

نوموړي د خپلې لوبډلې لپاره ښه توپ وهنه پيل کړې او لا دوام ورکوي.

راجا وایي: ((د شاداب توپ وهنه ډېره ګټوره ده، باید پر نوموړي د توپ وهنې په برخه کې هم زیات باور وشي، هغه د لوبډلمشر ترڅنګ په لوبغالي کې خوره ښه توپ وهنه کوي، پاکستان لوبډله یو بهترینه الراونډره ته په لوبډله کې زیات ضرورت لري، د شاداب راتلونکی خوره ډېر روښانه لیدل کيږي.))

رمیز راجا چې د پاکستان هېواد لپاره یې نړیوال کرکټ ترسره کړی، نوموړي پخوا له کرکټ سره مخه ښه کړې او د خپل وخت تر ټولو غوره مبصر دی.