د دیګانو فریمرلیګ دریمه لوبه کې انتظار کلب ایلون سټار لوبډلې ته ماته ورکړه

 

د دیګانو فریمرلیګ یعنی DPI کې دریمه سیالي د انتظارکلب او ایلون سټار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې ټاس د ایلون سټار لوبډلې لوبډلمشر عمرشاه عمر وګاټه او پخپله یې د بیټنګ پرېکړه وکړه؛ چې په پوره ۱۰ اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو دانتظار لوبډلي ته د ۸۰ منډو هدف وټاکه.

د ایلوین سټار لوبډلې لپاره د بیټنګ په برخه کې عبدالله عابد ۱۲ عمرشاه ۱۰ او ولایت ۱۱منډی جوړې کړې او د بالینګ په برخه کې بیا ساویدالله د ۲۱ منډو په ورکولو سره ۳ لوبغاړي، لوبډلمشر زینت الله ۲۴ منډو په ورکولو سره ۲ او زاهد همت د ۷ منډو په ورکولو سره ۱ لوبغاړي وسوځاوه.
د انتظارلوبډلې لوبه پیل کړه چي دوی د ۳ لوبغاړو په سوځیده سره په شپږم اور کې یاد هدف ترلاسه کړ او لوبه يې په ۷ ویکټو وګټله.
د بیټنګ په برخه کې نصیب ۲۰ بادشاه نور ۲۴ او عبدالله منګل بیا ۱۲ منډې جوړې کړې او د بالینګ په برخه کې ولایت بیا د ۳۴ منډو په ورکولو سره ۲ او محمدانور د ۲۶ منډو په ورکولو سره یو لوبغاړی وسوځاوه.
د سیالۍ غوره لوبغاړی ساویدالله شو او د سیالې غوره کیچ هم ویکټ کیپر ساویدالله ترلاسه کړ.

په لوبغالي کې د لوبڅارۍ په برخه کې عظیم او ګل ویس خان د لوبې اوذبیح الله بیا د منډو لوبڅار وو.
دغه لوبي ته زیات شمېر نندراچیان هم راځي چې سیالیو ته یې لا نوره ښکلا هم ورکړي.

هېره دې نه وي چې نن به په دغه لیګ کې دسپین غربازان او دافغان ټایګر لوبډلو ترمنځ په زړه پوري سیالۍ ترسره شي.