محیب الرحمن د انګلستان له میډلسیکس سره لوبېږي

تاند- د افغانستان د کرکټ تکړه لوبغاړی مجیب الرحمن به سږ کال د انګلیستان په کورنیو ۲۰ اوره سیالیو کې د دغه هیواد له میدلسیکس لوبډلې سره یوځای شي.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، میډلسیکس کلب (Middlesex) اعلان وکړ چې افغان سپيینر به په راتلونکي فصل کې د دوی د لوبډلې غړی وي.

اوولس کلن محیب په ۱۶ کلنۍ کې نړیوالو سیالیو ته راووت او تراوسه پورې یې په یوه کال په نړیوالو سیالیو کې ۵۴ ویکټونه اخیستي دي.

مجیب الرحمان د کرکټ نړۍ کې حیرانوونکی لوبغاړی بلل کیږي

راپور وايي، تمه کېږي چې مجیب به هم د راشد ارمان په شان په نړۍ کې اغېز پرېږدي.

مجیب الرحمن د استرالیا په بیګ باش کې د ډېرو خلکو زړونه خپل کړل. ده په بیګ باش کې ۱۲ ویکټونه واخیستل.

میډلسیکس کلب وویل«موږ خوشاله یوو چې نن د سږني فصل لپاره له مجیب الرحمن سره د قرارداد لاسلیک اعلانوو.»

مجیب به د تورنمنټ تر پیل مخکې د جولای په لومړیو کې له میډلسیکس سره یوځای شي.