د انګلنډ کرکټ بورډ عادل رشید جریمه کړ، نور هم شته

کرکټ لوبغاړي عادل رشید له ۲۰۱۳ نه تر ۲۰۱۷ پورې د حکومت ټکس خوړلی.

 اوس یې نوم د غلو په لیست کې وراچولی، ورته یې ویلي ۱۰۰ زره پونډه ټکس او ۳۸ زره پونډه جریمه راوړه.

منچسټر اونینګ: منچسټر سیټي د لنډ مهاله قرارداد غځولو له پاره د ډاویډ سیلوا او کلوډیو براوو سره خبرې کړي دي.

 د چیلسي پخواني لوبغاړي جوکول د کرونا وایروس سره د مبارزې په هدف ۳۰۰ زره یورو د روغتونونو د کاري ډلې سره مرسته وکړه.

کریسټیانو رونالډو د ماډیرا و ناسیونال کلب ته تللی دی: دی وايي: ((خپل پخواني کور ته تګ همیشه ښه وي.))

 رونالډو تر ۱۲ کلنۍ پورې په ناسیونال کلب کې و او تر هغه وروسته سپورټینګ لیسبون کلب ته ولاړ.

د جرمني دولت اعلان کړه، چې ورزشي لوبغالو ته د تماشاچیانو ورتګ د اګسټ میاشتې تر پایه پورې منعه دی. پر دې اساس نو که د بونډسلیګا د دې فصل لوبې ادامه پیدا کړي، بې له تماشاچیانو به ترسره شي.

 جرمني کې تر اوسه په کورونا وایروس تر ۱۳۳ زره ډېر کسان اخته شوي دي، چې اوس د تازه پېښو شمېر مخ پر لږېدو روان دی.