سیري ای د دې فصل سیالۍ وځنډولې، نور هم شته

محمود خان منندوی

د سیري ای ټولو کلبونو د دې فصل د بیا پیلیدو او ختمیدو سره موافقت وکړ. دغه اعلان د ایټالیا د لیګ سازمان وکړ. کلبونو ویلي چې د حالت تر ښه کېدو وروسته بیا سیالۍ پیلوي.

 بل خوا د ایټالیا لومړي وزیر کونټي اعلان کړه، چې د کرونا وایروس له امله د ګرځبندیز لیري کېدو دوهمه پړاو د می له څلورمې پیلیږي او ګرځبندیز به پای ته رسوي.

 ایټالیا کي د کرونا وایروس حالت تر ډېره کنټرول شوی دی او نن تر دا مهاله د کرونا هیڅ پېښه نه ده ثبت شوې.

د ایاکس ورزشي مدیر مارک اوورمارس: ایاکس لکه ټرمپ اقتصاد ته ډېر اهمیت ورکوي. هغوی لوبې د خلګو تر سلامتیا مهمي بولي او دا په داسي حال کې ده، چې د ورځې د نړۍ مختلفو ساحو کې په سلهاوو تنه مري.

 د هسپانیا د پولیسو د راپور پر اساس، پخوانی رئیس انټونیو چي تېر کال په ترافیکي پېښه کي مړ شو، تر ټکر مخکې یې د موټر سرعت په ساعت کې ۱۷۸ کیلو متره و.

مسکو خپل پیاوړی فوټبالر له لاسه ورکړ. تېره شپه د مسکو د لوکوموټیو کلب ۲۲ کلن دفاعي لوبغاړی اینوکنټي ساموخوالوف په کور کي د تمرین پر مهال د زړه د درېدو له امله مړ شو.