د هند غوره لیګ کې د برېنډن مکالم خاطره څه وه؟

برېنډن مکالم چې د نیوزیلنډ چټک توپ وهونکی په ۲۰۰۸ م کال کې یې د کلکتې لوبډلې لپاره په خپله لومړۍ لوبه کې سلیزه ووهله او  ریکارډ یې جوړ کړ

برېنډن مکالم د خپل کرکټ سفر په ای پي ایل کې کلکتې کرکټ لوبډلې په ملتیا پیل کړ.

نوموړي د هندوستان سوداګریزو لوبو لومړي پړاو کې د بنګلور لوبډلې پر وړاندې خپله وړتیا نندارې ته وړاندې کړه او په ۷۳ توپونو ۱۵۸ منډې وکړې.

تر ۲۰۱۴ م کال پورې د مکالم منډې لومړی ریکارډ و، خو ۲۰۱۴ م کال کې کرېس ګېل وتوانېده چې ۱۷۵ منډې د بنګلور لوبډلې لپاره د پونه لوبډلې خلاف وکړي او د مکالم ریکارډ مات کړي.

اوس برېنډن مکالم ویلي چې دغو ۱۵۸ منډو د ده د کرکټ نړۍ ژوند ته پرمختګ ور وباښه او دی یې تر ۲۰۱۵ م کال پورې کرکټ ته وعداره کړ.

برینډن مکالم د نیوزیلنډ کرکټ لوبډله برید کوونکی توپ وهونکی و او د ۲۰۱۵ م کال ۵۰ اوریز کرکټ جام څخه وروسته یط د هېواد لپاره له لوبو استعفا وکړه