اې ایس ورځپاڼه: بارسلونا دې ۲۰۲۰ م کال کې دا کارونه هرو مرو وکړي

محمود خان منندوی

ګڼ شمېر رسنېو دا خبر خپور کړی دی چې آی ایس ورځپاڼه بارسلونا ته د ښه مخته تګ لپاره دا لاندې کارونه ښودلي دي او ورڅخه یې تمه څرګنده کړې ده، که دا کارونه په روان ۲۰۲۰ میلادي کال کې ترسره کړي، پیاوړې او لا به مخکښه شي.

???? هغه 9 کارونه چې بارسلونا یي باید 2020 کال کي وکړي:

1⃣ پر میسي باندې په هر څه کې تکیه کول.

2⃣ د روما او لیورپول رقم لوبو د پایلو د تکرار مخنیوی.

3⃣  د خپلې لوبې سبک باید وساتي.

4⃣  د ډي یانګ څخه د ښه لوبغاړي جوړېدل ( ایاکس رقم لوبېدل).

5⃣  پر والورډي باید باوري شي.

6⃣ و لاماسیا ته پام کول.

7⃣  د یوه نوي مثلث جوړېدل.

8⃣  پر زړو او تر 30 کلونو پر پورته عمر لرونکو لوبغاړو فشار راوړل

9⃣  د نیو کمپ د نوي کېدو پروژه

په ورته وخت کې بیا وین روني په 18 میاشتني قرارداد د ډرابي کانټي سره یو ځای شو. هغه به د روزونکې په توګه د کوکو سره هم مرسته کوي.

 د چیلسي سره د ابراهام د قرارداد غځولو خبري دریدلي دي. ابراهام د کلب څخه غوښتنه کړې ده، تر څو دته دومره معاش ورکړي، لکه څومره چې کالوم هاډسون ته ورکوي.