د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې له پاره ۱۳ کاله وروسته ښه خبر راغی

رحمت الله وحدت
د پخواني ښي لاسي تیزبالر ګلین میګرا وروسته د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې هېڅ یو توپ ویشتونکي د کرکټ د نړیوالې شورا د ټيسټ سیالېو په توپ ویشتونکو په نوې درجه بندۍ کې لومړي مقام ته رسیدلی دی.
رسنېو ته د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، تیز توپ ویشتونکي پیټ کمینز د ټیسټ سیالېو په نوې درجه بندۍ کې له جنوبي افریقایي توپ ویشتونکي کاګیسو رباډا مخکې شوی او د لومړي ځل لپاره دغه مقام ته رسیدلی دی.


د اسټرالیا کرکټ لپاره  د ۲۰۰۶ کال را وروسته دا لومړی ځل دی چې د ټيسټ سیالېو په درجه بندۍ کی یو اسټرالوی توپ ویشتونکی لومړی مقام ترلاسه کوي.