کريم خان صادق ۳۵ کلن شو

دعوت خان

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی پیاوړی توپوهونکی کريم خان صادق د ۱۹۸۴م کال د فبرورۍ په ۲۸مه د افغانستان په ختیځ ننګرهار کې وزیږېد. نوموړی وړمه ورځ ۳۵ کلن شو او د نن یې د ژوند ۳۶ پسرلي دوهمه ورځ ده.

کریم خان صادق چې د ملي لوبډلې لپاره په ښي لاس توپوهنه کوي، په کال ۲۰۰۳ م کې د ملي لوبډلې سره یو ځای شوی دی چې لا هم په دې برخه کې بوخت دی او وخت نا وخت د کرکټ په بېلابېلو فارمټونو کې لوبیږي.

 صادق ویکټ ساتونکی، توپوهونکی او اپ بريک توپ اچوونکی هم دی، چې توپ اچونه پارټ ټایم (کله، کله) کوي. دې ۳۵ کلن افغان لوبغاړي لومړنۍ يو ورځنۍ لوبه په ۲۰۰۹م او لومړنۍ شل اووريزه لوبه په ۲۰۱۲م کال کي ترسره کړې.

کريم خان په ۲۴ يو ورځنيو لوبو کي ۴۷۵ منډې جوړې کړې دي. دغه راز په ۳۴ شل اوريزو لوبو کي ۵۰۵ منډې په خپل اکونټ کې ثبت کړي دي.

هېره دې نه وي چې کریم صادق د افغان کرکټ له پيلوونکو، د سختو شيبو ملګری او د افغانانو وياړ دی.