په پي ایس ایل لیګ کې شپږمه او اوومه سیالۍ چا چا وګټلې؟

راپور:عبدالولي عمري

د پاکستان پي سي ایل لیګ د همدې فیبرورۍ پر ۱۴ سمه نېټه د متحده اماراتو په دوبۍ نړیوال کرکټ لوبغالي کې د لاهور او اسلام اباد په لوبډلو سره پیل شوې.
د دې لیګ په ۶ مه او ۷ مه لوبه کې کویټي لوبډلې اسلام اباد او پیښور لوبډلې بیا لاهور لوبډله له ماتي سره مخ کړه.

د پي سي ایل په څلورم پړاوو لیګ کې ۶ مه لوبه د کویټې او اسلام اباد لوبډلو ترمنځ ترسره سوه، کویټې لوبډلې د پچې په ګټلو سره لمړۍ توپ اچونه وکړه، په لوبه کې اسلام اباد په خپله توپ وهنه کې ورته په پوره ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو د ۱۵۸ منډو هدف وټاکه. د اسلام اباد لپاره د پارنېل ۴۱ او اصف علي ۳۹ منډې وکړې، خو د کوېټي لوبډلې په ګټه بیا سوهیل تنویر ۴ او فواد احمد ۳ ویکټې ترلاسه کړې.

په دوهمه پاړڼۍ کې یاد هدف کويټې لوبډلې په ۱۸،۲ اوره کې کې د ۳ لوبغاړو په سوځیدو پوره کړ.  کوټي ته شین واټسن ۸۱  او عمر اکمل ۴۴ منډی وکړې. د همدې لوبي غوره لوبغاړی شین واټسن وټاکل سو.

د لیګ ۷ مه لوبه بیا د پیښور او لاهور لوبډلو ترمنځ ترمنځ ترسره سوه. دې لوبه کې بیا پیښور زلمي لاهور قلندرز ته په ۷ ویکټو ماته ورکړه ، په دې لوبه کې زلمېو د لوبي پچه وګټله او لومړی یې توپ اچوونه وکړه او په دې انتخاب سره پیښور لوبډله ګټونکې سوه. د لوبې لاهور لوبډلې وکړه چې په ۱۵.۱ اوور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو ۷۸ منډی جوړی کړې ، چې تر ټولو زیاتي منډې ورته ډېوسېچ ۱۸ و کړې. پیښور لوبډلې ته حسن علي ۴ او وهاب ریاض ۳ ویکټې واخیستې.

ټاکلي هدف ته پیښور زلمیو په ۱۰،۱ اوور کې د ۳ لوبغاړو په سوځیدو ځان ورساوه. پیښور لپاره عمر امین ۶۱ناسوځیدلې منډې جوړی کړې، پدې سره لوبه پیشاور زلمیو په اووه ویکټو د لاهور څخه لوبه وګټل. ددې لوبي غوره لوبغاړی حسن علي ته ورکول سوه.

دلیګ په جدول کې د کویټې لوبډله لمړی مقام او پیښور لوبډله دوهم مقام لري. هېره دې نه وي چې د لیګ راتلونکې لوبه چهارشنبه د ملتان سلطانز او کوېټه ګلېډېټورز لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.