د فوټبال او کرکټ نړۍ

محمود خان منندوی

کرکټ: افغان کریکټ بورډ د دریو زونونو بند امیر، بوست او امو مسوولین له دندو ګوښه کړل.

د بوست زون مسؤل: مسعود رحماني
د امو زون مسؤل: نور عالم فرید
د بند امیر زون مسؤل: میز عظیم الله مبارز

بورډ وایي لاسته راوړنه یي نه درلوه، له دندې یی ناوړه استفاده کوله او ادارې اصول یي نه مراعتول.

فوټبال: موراټا د اټلاټیکو ماډریډ سره تمرینات پیل کړل.
هغه څه موده مخکې زخمي شوی وو.

په یوه ښه اقدام کې ‌د منچسټر یونایټیډ هسپانوي ګول ساتونکي ډاویډ ډخیا د هسپانیا د سره صلیب سره د الیکانټي او مورسیا په منطقو کي د سیلاب ځپلو سره د 200 زره یورو مرسته وکړه.

کلوپ اعلان کړه، چې نبي کیټا بیا تمرینات پیل کړي دي.

هغه د سبا لوبې ته د چیلسي پر وړاندې اماده دی.

د لوډوګورټس حمله کوونکی لوبغاړی کلوډیو کشرو د اروپا لیګ د لومړۍ اوونۍ غوره لوبغاړی انتخاب شو.

برازیل د سنګال او نایجریا پر وړاندي د دوستانه لوبو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه.

لیوانډوسکي د بونډسلیګا د اګسټ میاشتې غوره لوبغاړی انتخاب شو.

طوفان د څلورم ځل لپاره شاهين مات کړ. د افغانستان فوټبال غوره اتم پړاو پايلوبه د طوفان هريرود فوټبال ټيم او شاهين اسمايي فوټبال ټيم ترمنځ ترسره شوه. د لوبې لومړی او دوهمه نيمايي د دواړو ټيمونو ترمنځ 00-مساوي پای ته ورسېده چې لوبه نيم ساعت نوره هم اضافي وخت ته ولاړه. د اضافي وخت په لومړۍ نيمايي کې د طوفان هريرود تازه دمه لوبغاړی حاتم شيردل د طوفان هريرود فوټبال ټيم د اتلولۍ ګول ترسره کړ او شاهين اسمايي فوټبال ټيم ته يي د شاهين په کور کي 0-1  ماته ورکړه.

او  شپږیزه کرکټ لیګ له ملي تلوېزیون څخه خپريږي